کابل باخترد وري دمياشتې ٢١ :
دخوست دشيخ زايد د دولتي پوهنتون د نجونو ليليه نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
دغه ودانۍ په پرمختللى توګه دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې د چارو د وزارت له خوا د اته سوه پنځوسو زرو ډالرو په لګښت جوړه شوې ده.
دخوست دشيخ زايد دپوهنتون رييس پوهندوى محمدرسول باوري باخترآژانس ته وويل چې ددغه علمي مرکز د نجونو دليليې په ودانۍ کې د استوګنې اتيا څلور کسيزې خونې، کتابتون ، د ډوډۍ خوړولو سالون، جومات او نورې اړتياوې په پام کې نيول شوې دي.
دغه ليليه په يو وخت کې دڅلور سوه تنو ښځينه محصلانو ظرفيت لري .
دخوست دشيخ زايد د دولتي پوهنتون رييس وايي چې د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه نجونې وکولاى شي په آرامى سره دغه پوهنتون ته د زده کړې په خاطر راشي .
دخوست د ولايتي شورا استازې زهرا جلال د نجونو دليليې د ودانۍ جوړول زده کړې ته دنجونو دهڅولو او د استوګنې د ستونزو دلرې کولو په لاره کې مهم ګام وباله.
داپه داسې حال کې ده چې دخوست دشيخ زايد پوهنتون ښځينه محصلانې دليليې دشتوالى له امله له ستونزوسره مخامخې وې.
1 1 دقیقه لوستل