ټولنه

په سرپل کې څاروي واکسين کېږي .

کابل باختر د چنګاښ ٢٥: په سرپل ولايت کې نن د څارويو د واکسين دتطبيقولو بهير پيل شو . دسرپل ولايت دکرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ادارې مسوولان وايي چې دغه بهير دهالند مالي کميټې په مرسته ددغه ولايت په کچه او حتى دطالبانو ترادارې لاندې سيمو کې هم تطبيقيږي . د سرپل دکرنې اوبولګولواو مالدارۍ رياست د ادارې رييس سيد محي الدين عيني دباختراژانس خبريال ته وويل ؛ چې په سرپل ولايت کې دساري ناروغيو يوسلو څلويښت زره دوزه واکسين په کوچنيو څارويو تطبيقيږي چې لومړى پړاو يې ددغه ولايت په مرکز او شپږ ګونو ولسواليو کې پيل شوي دي او دغه بهير په دوو پړاونوکې دتطبيق وړ دى . خبرځاى زياته کړه له مالدرانو ، قومي مخورو او ددغې ادارې د مالدارۍ دبرخې له کارکوونکو سره په تفاهم کې دوسله والو مخالفانو ترادارې لاندې سيمو ته يوهيئت استول شوي دي ترڅو هلته هم دغه واکسين تطبيق شي . ختم_ شکريه – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته