سیاست

دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزير نن پاکستان ته لاړ .

کابل باختر دوري  يو ديرشمه :
دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزير سيدحسين عالمي بلخي دافغان مهاجرينو دکارتونو دتمديد او دهغوى دنوم ليکنې دپيل په  باره کې له پاکستاني مقاماتوسره دخبرو په موخه پاکستان ته سفر وکړ . 
دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت وياند باختراژانس ته خبر ورکړ: دمهاجرينو دراستنولو دچارو دوزير  دغه څلور ورځنى  سفر دپاکستان  دسفران وزير په بلنه ترسره کيږي چې په بهير کې  به يې  دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزير له پاکستاني مقاماتو دمدرک نه لرلو مهاجرينو دنوم ليکنې او دڅه دپاسه يو نيم مليون تنوافغان مهاجرينو داستوګنې دکارتونو دتمديد په باب خبرې وشې .
  عالمي بلخې په داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي چې پخوا دافغانستان دمهاجرينو دراستنولو دچارو ووزارت دپاکستان له سفران  وزارت سره دکارتونو دتمديد او دافغان مهاجرينو دنوم ليکنې  په باب تفاهم ته رسيدلى و خو دغه بهير تراوسه پورې  پيل شوى نه دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته