سیاست

تبصره // درسنيو دغږ زندى کول دتروريستي ډلو غلطه برنامه اومحاسبه .

-کابل باختر د ثور  ديارلسمه :
په رسنيو بريد دهېوادوالو په ژبې ، مفکورې او نظريو  بريد دى چې ښيي تروريستي  ډلې له هغه څخه پورته چې تصور يې کيږي له رسنيو څخه ويره او ډار لري .
دباختراژانس مفسر ليکي:  دروان کال دثور دمياشتې په لسمه نيټه ددوشنبې په ورځ  په افغانستان کې درسنيو ټولنه  ديوې زړه بوږ نوونکۍ تروريستي پيښې شاهده وه، په يوشمير ورځپاڼه ليکوونکو او تصوير اخستونکو په  داسې حال کې  چې ديوې تروريستي  پيښې تر پوښښ لاندې نيولو په حال کې وو  ځانمرګي بريد وشو، په دې پيښه کې نهه تنه خبريالان او تصوير اخستونکى شهيدان او شپږ تنه همکاران يې ټپيان شول .
داعشيانو ( طالبانو )  چې په دې پيښه کې يې دمسووليت ادعاکړې ده  ددغه بريد په طرحه او عملي  کولو سره خپل ناوړه تفکر او ماهيت په ډاګه کړل يعني امارت باوران دغه راز په تاوتريخوالي  او کړکيچ  باور لري .
په کابل کې ددوشنبې  دورځې خونړي پيښې يوځل بيا ثابته کړه چې دطالبانو په تفکر  کې کوم بدلون نه دى راغلى  او هغوى په روانه  پيړۍ  کې  چې دبدلون او تمدن پيړۍ ده  لاتراوسه پورې هم  دخپلو باورونو د تپلو لپاره له تاوتريخوالي څخه په استفادې  باور لري نن ورځ تاوتريخوالي او کړکيچ دداعش  (طالبانو) دتروريستي  ډلو دکار اصلي بڼه ده چې هغوى په دې لټه کې دى چې دويرې او ډار دفضا په برابرولو  سره ځان په ټولنه کې ديوه اغيزمن ځواک په توګه  څرګند کړي .
که چيرې  دوى  نن په رسنيو بريد وکړ مخکې له دې  د تذکرو دويش په يوه مرکز کې  زموږ په هېوادوالو بريد وکړ په قندهار کې يې ماشومان ووژل او نور جاهلانه  کارونه داټول ښيي  چې طالبان او دغه شان نورې ډلې  په کلي توګه له افغاني ټولنې سره دښمني  اوکينه لري او په هيڅ ډلې او قشر رحم نه کوي .
  خو دغو ډلو يوه  ډيره غلطه محاسبه  کړې ده هغوى په افغانستان کې دثبات او ټيکاو داعاده کولو لپاره دټولنې  په ځواکمنه ارادې باندې سترګې پټې کړي دي په داسې حال کې چې رسنۍ ددغې مفکورې لپاره يو خوځنده  قوت دى او په خپلې دغې ژمنه کې به د تل لپاره هوډمن پاتې شي
په  بې پرې ډول  خبررسول او په ملي محتوا سره  دپيښو منعکس  کول ، درسنيو دکار اصل دى که چيرې منصفانه ووايو له دغه حالت څخه طالبانو هم زياته ګټه ترلاسه کړه ځکه دولت په زغم اوژمنتوب سره  دبيان ازادي او پراخ بنسټه  مطبوعات دملي وجيبې په توګه تعقيب کړل  او نن دايو وياړلي واقعيت دى چې ووايو چې دبيان ازادي او دمطبوعاتو وده په تيرو اوولسو کلونوکې دافغانستان دخلکو ډيره ستره لاس ته راوړنه ده .
رسنيو د همدې مودې په بهير کې  وکولاى شول  کره او باوري  معلومات هيوادوالو ته  ورسوي اوخلک دبل هرچا په نسبت په رسنيو اعتماد اوباور لري نو ترور او چاودنه او وحشت او دهشت نه شي کولاى  رسنۍ په ګونډو کړي او دهغو په نسبت دخلکو اعتماد اوباور کم کړي .
هغه جنايت چې دروان کال دثور دمياشتې په لسمه نيټه  ددوشنبې په ورځ  په کابل کې ترسره شو دهغو جنايتونو  دوام دى چې پخوا دداعش او طالبانو تروريستي ډلو  زموږ  دخلکو پرخلاف کړي دي تيرکال هغوى دموبي ګروپ  په کاروان په بريد سره چې دطلوع ټلويزيون  په شبکې پورې  اړه لري اعلام وکړ چې په يوشمير رسنيو دپوځي موخو په توګه بريدونه کوي .
ددوشنبې دورځې پيښې او په همدې ترتيب په قندهار کې ديوه خبريال وژل کيدو او په خوست کې ديوبل خبريال وژل کيدو ثابته کړه چې طالبان دغه راز رسنى دپوځي موخو په  توګه تعقيبوي ، خو هغه څه چې مهم دي دغو ډلو ته درسنيو دکارکوونکو پيغام دى چې تاسې نه شي کولاى په وحشت او دهشت سره خلکو ته دخبر رسولو لپاره زموږ اراده زيانمنه کړي موږ په ژمنتوب او  هودمن ډول دخپل کار او دندې په وړاندې پاتې  کيږو او دغه راز  خلک په ټولنه په خير او شر خبرکړو او هيڅکله به په شانګ ونه کړو .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته