کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢٣ :
اووه تنه وسله وال طالبان تيره شپه په هلمند ولايت کې دملي اردو دخاصو ځواکونو په عملياتوکې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ : دملي اردو ځواکونو د ډار اچوونکو دځپلو په مقصد دهلمندولايت د سنګين ولسوالۍ په مربوطاتو کې يو لړخاص عمليات ترسره کړل چې له امله يې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، يو شمير نوريې ټپيان او يوه اندازه مهمات او جنګي تجهيزات په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
ديوبل خبرله مخې: دملي اردو ځواکونو دهيواد په بيلابيلو سيموکې دخپلو امنيتي دندو په بهيرکې د وسايطو ضد شپاړلس ماينونه کشف اوشنډ کړي دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ