امنیت

دملکي وګړو په موټر د طالبانو ډزې.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٤
په ننګرهار ولايت کې دملکي وګړو دسپرلۍ پر موټر د ډزو له امله دوه تنه ووژل شول او څه ناڅه څلور تنه نور ټپيان شول.
دغه پيښه نن له غرمې وروسته په درې نيمو بجو داچين په ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه چې د طالبآنو د ډلې افرادو دمسافرينو پر موټر ډزې وکړې.
دننګرهار دوالي وياند عطا الله خوږياڼي باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې پيښه کې دوه تنه ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول.
په ننګرهار ولايت کې ديو روغتيايي مرکز ډاکترانو دپيښې د يوه تن ټپي روغتيايي حالت خراب بللى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته