نړۍ

دواشنګتن څارنوالي د١٤ بيګناه عراقي ملکي وګړو دقاتلينو دمجازاتو غوښتنه وکړه

واشنګتن فرانسپرس باختردوږي دمياشتې  ٦  :
يو امريکايي څارنوال پرون دبلک واتر دخصوصي امنيتي شرکت دڅلورو تنو ساتوونکو دمجازاتو غوښتنه وکړه چې دښځو او ماشومانو په ګډون يې څوارلس تنه عراقي ملکي وګړي په ډزو سره وژلي  دي .
له واشنګتن څخه دفرانسپرس دخبري اژانس دخبرله مخې :  دواشنګتن په يوه فدراله محکمه کې  ددونيمې مياشتې محاکمې په پاى کې امريکايي څارنوال انتوني اسونسيون د ٢٠٠٧ ميلادي کال دسپتمبر په مياشت کې  دبغدادپه ښارکې  په څوارلسو تنو عراقي وګړو دډزو له امله ددغو ساتوونکو انګيزه ترپوښتنې لاندې يوړه .
ده پوښتنه وکړه   چې ولې  ددغو بيګناه کسانو په لور ډزې وشي ، ولې دغه ټول افراد چې ددغو څلورو تنوڅخه دتيښتې په حال کې وو  ډزې وشوې ولې بايد ښځې او ماشومان چې بې وسلې دي ووژل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته