امنیت

په پلخمري ښار د طالبانو ناکامه بريد

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٣
په پلخمرى ښار د طالبانو د تيرې شپې بريد پنځو تنو طالبانو په وژل کيدو او د دريو نورو په ټپي کيدو سره ناکامه شو.
د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر آمر ذبيح الله شجاع باختر آژانس ته وويل: وسله والو طالبانو تېره شپه په اووه نيموبجو د زمانخيلو له لوري په پلخمري ښار بريد وکړ چې د امنيتي ځواکونو  له مقاومت او له وګړني پاڅون سره مخامخ شول .
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: وسله والو طالبانو په دې بريدکې له درندو وسلو څخه هم استفاده کوله، خو په دې بريالي نه شول؛ د پلخمري ښار په لور پرمختګ وکړي چې په پاى کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول او نور طالبان له ساحې څخه وتښتيدل.
خبرځاى زياته کړه: د دوو تنو طالبانو مړي د جګړې په ډګرکې پرته ووچې دپوليسو لاس ته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته