امنیت

ديارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢٣
ديارلس تنه وسله وال طالبان دهيواد په بيلابيلو سيمو کې دامنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ  :
افغان امنيتي  ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتو کې دکونړ ، لغمان ،کندز ،جوزجان او دقندهار دولايتونو په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې ديارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول څلور تنه ټپيان او درې تنه نور ونيول شول .
په دغو عملياتو کې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
ديوبل خبرله مخې :  دملي پوليسو منسوبينو د وسايطو ضد اووه ماينونه چې نوي د وسله والو مخالفينو له خوا دتروريستي فعاليتونو په مقصد دلغمان او هلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ښخ کړى شوي  وو ، کشف او شنډ کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته