کابل باختردکب دمياشتې ٢٩ :
دطالبانو دډلې يو مشهور قوماندان په قندهار کې ونيول شو.
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ دوسله والو طالبانو دډلې يو مشهور قوماندان چې وسله والو مخالفينو ته يې وسلې او مهمات برابرول او چاوديدونکې توکې او بمونه يې په سړکونو کې ښخول دملي اردو د خاصې قطعې دمنسوبينو دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې ونيول شو.
ديوبل خبرله مخې دملي اردو يو سرتيري دلغمان ولايت په مربوطاتو کې شهيدشو.
دغه سرتيري دلغمان ولايت دالينګار ولسوالۍ په مربوطاتو کې دامنيتي دندو
دترسره کولو په بهيرکې په سړک کې په ښخ کړي شوي ماين دختلو له امله ووژل شول اوپه دې پيښه کې يوبل سرتېري ټپي شو.
1 د یوې دقیقې څخه لږ