روغتیا

دشيخ زاهد روغتون دداخله ، اعصابو او دجدي مراقبتونو دواحد څانګې ګټې اخستنې ته وسپارلې شوې .

کابل باختر د وري اته ويشتمه : دعامې روغتيان وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز نن دشيخ زاهد روغتون دداخلې ، اعصابو او دجدي مراقبتونو دواحد څانګې پرانستلې . دباختراژانس دخبرله مخې ، دغه څانګې د وينيلاتور دمانيتور ماشين ، سرنج پمپ ، انفيوژن پمپ ، التراسواند ، دسکن دستګاه ، داکسيجن سيستم او دلابراتوار په ګډون په ټولو طبي تجهيزاتو سمبال دپنځوسو بسترو په ظرفيت دعامې روغتيا له بودجې څخه دکابو پنځلسو مليونو افغانيو په لګښت جوړې شوې دي . دهېواد دعامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز ددغو برخو جوړول د روغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو دکيفيت دښه والي په لاره کې يو نيک ګام وباله او ويې ويل چې داعصابو دداخله او دجدي مراقبتونو دواحد څانګې دشيخ زاهد روغتون داعصابو دجراحي دمرکز دبرخې دپياوړتيا په باب يوه جدي اړتيا ده چې ددغو دوو برخو په جوړيدو سره وکولاى شو تريوې اندازې پورې په دې برخه کې دخلکو ستونزې لرې کړو . دغه راز دعامې روغتيا وزير وويل سره له دې چې د روغتيا دبرخې بودجه دتيرکال په نسبت سل مليونه ډالره کمه شوې ده او زياتو مالي منابعو ته اړتيا لري خو سره له دې هم په دې بريالى شوى دى چې په روغتيايي خدمتونو او دروغتيايي خدمتونو په کيفيت دخلکو دلاسرسي کچه لوړه کړي . چې په هېواد کې داعصابو دجراحي دمرکز جوړول دخلکو يوه ستره اړتيا بلل کيده . چې موږ نن ددوو نورو برخو دګټې اخستنې شاهدان يو . او هم هڅه کوو چې دغه مرکز دسيمې په کچه داعصابو دجراحي په يوه بشپړ او معياري مرکز بدل کړو . دغه راز په ملي شورا کې دخلکو استازي ډاکتر صالح محمد سلجوقي وويل چې دروغتيا تامينول او دروغتيايي خدمتونو برابرول دخلکو يو مهم او حياتي کار دى . چې دروغتيا برخه له شتو چلنجونو اوننګونوسره سره خپلو ټاکلو موخو ته درسيدو لپاره په چټکتيا سره په حرکت کې ده او دماليې وزارت دې بايد دروغتيا دبرخې دبودجې دزياتولو لپاره جدي پاملرنه وکړي . دمسوولانو دڅرګندونوله مخې ، دغه برخې ٥٢ تنه کارکوونکي لري چې له دې جملې څخه دولس تنه متخصصان ، پنځه ويشت تنه روغتيا پال او دولس تنه خدماتي کارګران دي . دشيخ زاهد روغتون چې داعصابو دجراحي يو اختصاصي مرکز دى د ١٣٩٦ کال دوري په مياشت کې پرانستل شو او دهغه دکار له پيل څخه تراوسه پورې ٨١٠٢ تنه ناروغان دعاجلو خدمتونو جدي څارنو او دتشخيصيه او دداخل بستر دخدمتونو په برخو کې تداوي کړي دي . سربيره پردې داعصابو دجراحي ٣٥٠ستر عمليات چې زياتره يې پخوا په افغانستان کې داجرا وړ نه و ، په دې روغتون کې په برياليتوب سره ترسره شوي دي . ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته