سیاست

د جمهوررئیس غني په حضور کې د دارالامان په ساحه کې د اداري کمپلکس د انجنیرۍ ډېزاین او طرحې قرارداد لاسلیک شو

کابل باختر د غبرګولي اووه ويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په حضور کې د کور او ښارجوړولو وزیر سیدسعادت منصور نادري او د خطیب العالمي بین‌المللي شرکت د مرستیال او د کابل د څانګې مشر رمضان الحرب ترمنځ په دارالامان ساحه کې د اداري کمپلکس د انجنیرۍ ډېزاین او طرحې قرارداد لاسلیک شو.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په دغه مناسبت نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړو شویو مراسمو کې چې د اقتصادي سکتور یو شمېر مسوولانو او د خصوصي سکتور استازو هم حضور درلود، په پيل کې د ښارجوړولو وزیر سیدسعادت منصور نادري د ادارو او خدماتو په وړاندې کولو کې د انسجام، خلکو ته داسانتیاوو په برابرولو، د کارونو په ایجاد او د اقتصادي تحرک په رامنځته کولو کې د دغې پروژې د ګټو او اهمیت په اړه خبرې وکړې.
سید سعادت منصور نادري د دارالامان سیمې تاریخي اهمیت ته په اشارې وویل، نن د نوي افغانستان د بنسټ اېښودونکي شاه امان الله خان د یوې هېلې د پوره کېدو په خاطر راټول شوي یوو. هغه زیاته کړه، د دارالامان د تاریخي ماڼۍ د بیارغاونې تر څنګ د کور او ښار جوړولو وزارت چمتو دی چې د غازي امان الله خان د ارمانونو پوره کولو ته مټې رابډوهي او دغه ساحه په عصري توګه ورغاوي.
هغه د ملي وحدت حکومت د پيل راهیسې د دارالامان سیمې ته د جمهوررئیس له پاملرنې په مننې وویل، خلکو ته په وخت د خدماتو رسولو، د موقعیت له پلوه د دولتي ادارو پراګندګۍ، امنیت او ښاري ګڼې ګوڼې د له منځه وړلو په خاطر دولت تصمیم نیولی دی اکثریت دولتي ادارې او وزارتونه د دارلامان سیمې ته انتقال کړي او په دې موخه په سلګونو جریبه ځمکه کې د نړۍ له یو بااعتباره شرکت خطیب العالمي سره د دغه اداري کمپلکس د انجنیرۍ ډېزاین او طرحې قراراداد کېږي چې په دوو کلونو کې به بشپړ او عملي کار پیلولو ته چمتو شي.
هغه وویل، دارالامان سیمې ته د وزارتونو او دولتي ادارو انتقال باید د وخت او زمان په پام کې نیولو سره د یو مشخص پروګرام په چوکاټ کې ترسره شي، نو د دغه شان لوی کمپلکس جوړولو په خاطر جامع پلان او مناسبې طرحې وړاندې کولو ته اړتیا وه، چې زموږ د نن او سبا غوښتنو ته ځواب وویلی شي.
نادري وویل، د خطیب العالمي بین‌المللي شرکت په معاصرې او په ځانګړې ډول اسلامي سبک انجینرۍ کې نړیوال شهرت او په څلوردېریشو هېوادونو کې د کارونو سابقه لري. هغه زیاته کړه، د قرارداد په اساس به د خطیب العالمي شرکت  په دوو کلونو کې د ډېزاین او طرحو په وړاندې کولو سره، پخوانۍ طرحې ارزوي او ټولو زیربناوو ته په پام به ماسټر پلان وړاندې کوي. همدارنګه په دغه موده کې د کور او ښار جوړولو وزارت سره د ظرفیت لوړولو او د خپلو تجربو د شریکولو په برخه کې هم همکاري کوي.
ورپسې د خطیب العالمي بین‌المللي شرکت مرستیال او د کابل د څانګې مشر رمضان الحرب خبرې وکړې وې ویل، د دارالامان په ساحه کې د اداري کمپلکس د ډېزاین او ماسټر پلان د جوړولو دا پروژه یې لومړنی نه ده، بلکې د دوی شرکت په افغانستان کې راجستر دی، دلته دفتر لري او تر دې پخوا یې هم څو پروژو باندې کار پيل کړی دی.
ښاغلي رمضان الحرب وویل، غواړي د دغې مهمې پروژې په عملي کولو سره د افغانستان په بیا رغاونه کې مثبت رول ولوبوي.  هغه زیاته کړه، موږ د دغې سیمې پخوانی ماسټر پلان ارزوو، وده ورکوو او په نړيوالو معیارونو ورته نوی ماسټر پلان طرحه کوو.
هغه جمهوررئيس او افغانانو ته ډاډ ورکړ چې د ټولو وزارتونو ظرفیت او اړتیا ته په کتو به په معاصرې او معیاري بڼې دغه سیمه ډېزاین کړي چې د کیفیت او خوندیتوب له پلوه به په بین‌المللي سټنډرونو عیار وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته