بروکسل باختر دسلواغي دويمه :
د ناټوجګپوړي پوځي مامورين په افغانستان کې ددغه تړون د راتلوونکي ماموريت په باب خبرې کوي.
دخبري منابعو دخبر له مخې: ټاکل شوې ده نن د بلجيم په پايتخت بروکسل کې د ناټو په مقرکې يوه غونډه جوړه شي.
د همدې خبر له مخې: په دې غونډه کې د ناټو د اته ويشتو غړو هيوادونو لوى درستيزان، په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو لوى قوماندان او د افغانستان لپاره د ناټو جګپوړي ملکي استازي ګډون کوي.
دغه مقامات به په افغانستان کې د حالت په باب خبرې وکړي.
ټاکل شوې ده په افغانستان کې د ناټوجنګي ماموريت د روان کال په وروستيو وختوکې بشپړ شي.
ناټو غواړي له ٢٠١٤ کال وروسته د افغان ځواکونو د روزنې په باب تمرکز وکړي او ملاتړيز رول ولري.
0 1 دقیقه لوستل