کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢٧ :
د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په هغو ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتوکې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ترسره شول، د ۲ تنو داعشیانو او ۴ تنو قوماندانانو په ګډون ۱۱۹تنه وسله وال ترهګر وژل شوي، د یو قوماندان په ګډون ۴۷ تنه ټپیان او د ۲ تنو داعشیانو په ګډون ۱۰ تنه نور نیول شوي دي.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
دغه ګډ عملیات د پليو ځواکونو له خوا د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پکتیا ، پکتیکا، خوست، غزني، لوګر، روزګان، کندز، فاریاب، تخار ، بدخشان او د هلمند د ولایتونو په مربوطاتو کې تر سره شوي دي.
دغه راز په دغو عملياتوکې د ماین جوړوني د وسایلو دری ډيپوګانې او ماینونه له منځه وړل شوي، او د دښمن ۱۲ موټرونه، ۳۲ موټر سایکلونه او یو زیات شمېر جنګی سمبال توکي د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي . #
0 1 دقیقه لوستل