امنیت

څلور تنه تروريستان دملي امنيت دځواکونو له خوا په قندهار ولايت کې ونيول شول

کابل باختر د تلي درې ويشتمه :
څلور تنه تروريستان دملي امنيت دځواکونو له خوا دقندهار ولايت په مربوطاتو کې ونيول شول .
دقندهار  ولايت دمطبوعاتي دفتر مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل ،دغه کسان چې تيره شپه  په خپل پټنځي  کې دتروريستي  بريدونو په  پلان جوړولو بوخت وو دملي  امنيت دځواکونو له خوا دقندهار ولايت  په مربوطاتو کې ونيول شول .
دغو کسانو په خپلو لومړنيوتحقيقاتو کې دقندهار ولايت په بيلابيلو سيمو کې دورانکارو او تروريستي بريدونو د ترسره کولو او دماينونو دښخولو په باب په خپل جرم اعتراض کړى دى .
نيول شوي کسان دقندهار ولايت دميوند ،  پنجوايي او دسپين بولدک دولسوالۍ اصلي اوسيدونکي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته