امنیت

دهېواد په شمال کې دوسله والو طالبانو له خوا د دولسو تنو تښتول شويو مسافرانو دژغورنې لپاره هلې ځلې .

کابل باختر زمري ٣٠ دهېواد په شمال کې دوسله والو طالبانو له منګولو څخه ددولسو تنو تښتول شويو مسافرانو دژغورنې لپاره هڅې دوام لري . وسله والو طالبانو پرون سهار دکندز _ تالقانو له لوى لارې څخه يوسلو پنځه پنځوس تنه مسافران وتښتول . درارسيدلو خبرونوله مخې ، يرغلګرو په عمومي واټ کې په دريدو سره يو مسافروړونکي بس موټر چې له کابل څخه دتالقانو په لور روان و ، ودراوه او دموټر سپرلۍ يې له ځان سره بوتلې . ويل کېږي چې يرغلګرو طالبانو په لومړى ګام کې او دقومي مشرانو له هڅو وروسته له دولسو تنو پرته نور مسافران خوشي کړل . دهېواد په شمال کې دشاهين قول اردو وياند حنيف رضايي باختراژانس ته وويل چې له وسله والو طالبانو څخه دپاتې دولسو تنو مسافرانو دژغونې لپاره هڅې دوام لري . ده وويل چې دسيمې مشرانو ددغو مسافرانو دژغورنې لپاره له طالبانو سره خبرې پيل کړي دي . ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته