امنیت

لس تنه وسله وال طالبان په هلمند کې ووژل شول.

کابل باختر دچنګاښ  څوارلسمه :چ
په هلمند ولايت کې  دوسله والو طالبانو  په پټنځي دپوليسو  دخاصو ځواکونو په عملياتو کې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دهملندولايت  دامنيې قوماندانۍ ويندوى  عبدالاحد  چوپان  دباخترآژانس خبريال ته وويل :دغه عمليات تيره شپه دپوليسو د خاصو ځواکونو له خوادنادعلي ولسوالۍ  دلوى مانده په ساحه کې   ديوې ډلې طالبانوپه  پټنځي ترسره شول چې له امله يې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې ددغو عملياتو په بهېرکې يوه ماشينگڼه ، يوه داشکه او څلور کلاشينکوفونه دپوليسو دځواکونولاسته ورغلي دي.
ده زياته کړه چې په دغو فعاليتونوکې په عملياتو کې شاملو  ځواکونو ته  زيان نه دى اوښتى .     

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته