سیاست

دبهرنيو چارو وزارت ويندوى: ټول اړخونه د افغانستان دقضيې په سياسي حل معتقد شوي دي

 

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ٣ :

دبهرنيو چارو وزارت ويندوى وايي: په افغانستان کې ټول ښکيل اړخونه دې نتيجې ته رسيدلي دي چې د افغانستان د شخړې حل، د تاوتريخوالې کمښت  او د هغه له منځه وړل د سياسي حل يوې لارې ته اړتيا لري .

دباختراژانس دخبرله مخې: جانان موسى زى چې نن يې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې  څرگند کړه: دپاريس غونده  يوه بين الاافغاني غونډه وه  اودافغانستان دولت دباور جوړولو په لور د يو ګام په توګه ددغې غونډې دجوړولو ملاتړ کوي.

ده ددغې غونډې د نتيجو په باب څرگندونې  ونه کړې؛ خو ويې ويل: زموږ په باور په افغانستان کې ټول ښکيل اړخونه دې نتيجې ته رسيدلي دي  چې د افغانستان د شخړې حل د تاوتريخوالي کمښت او د هغه له منځه وړل  د سياسي حل يوې لارې ته اړتيالري .

موسى زى وويل: سولې ته رسيدل يوه اوږده لاره ده او نه شي کيداى د دوه درې غونډو په جوړولوسره ستونزې حل شي.ده هيله وکړه چې دغه شان غونډې دوام ومومي .

دبهرنيو چارو وزارت ويندوى يوځل بيادغه خبرې تکرار کړې چې د سولې بهير ډيرروښانه اصول اوشرايط لري چې هغه هم دهيواد اساسي قانون چوکاټ ته بشپړدرناوى دى .

ده په يو ګاونډي هيوادکې دبين الاافغاني غونډې په جوړولوکې  د يونيما دپروګرام اوطرحې په باب وويل: ددغه شان غونډې دجوړولو چې ټول ښکيل اړخونه پکې ګډون ولري؛ هرکلى کوي.

موسى زى په دې خبري غونډه کې د حزب اسلامي دپيشنهادپه باب څرګند او روښانه ځواب درلود.

دپاريس په غونډه کې د حزب اسلامي ګوند د استازى دپيشنهاد په باب چې دجمعې په ورځ پاى ته ورسيده؛ موسى زى وويل: ټولو سياسي  ډلو اوهغو افرادو ته چې په هيواد کې د سياسي فعاليت علاقمند دي؛ د اساسي قانون  چوکاټ  شته او هغوى د مسلو له طرحه کولو پرته کولاى شي د قانون په چوکاټ کې  خپل شتون تمثيل کړي.

دبهرنيو چارو وزارت ويندوى دغه راز له پاکستان سره د اړيکو د پراختيا په باب څرګندونې وکړې او د دواړو هيوادونو ترمنځ د ترانزيتي موافقه ليک په تطبيق  کې دپرمختګ يادونه وکړه او څرګنده يې کړه: د افغاني تجارتي مالونو لومړني کاروان د واګه بندر له لارې هندوستان ته صادرشو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته