سیاست

اعلامیه

کابل_باختر د وږي د مياشتې ١٠ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت اعلامیه
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اساسي قانون له مخې د اسلامي او ډیموکراټیکو ارزښتونو د پیاوړتیا او ملاتړ لپاره اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون توشیح کړ او د خبر رسوني بهیر د چټکتیا په خاطر یې د افغانستان د رسنیو له استازو سره پرله پسې خبرې پيل کړي او دا بحث تر اوسه روان دی.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند د جمهور رييس د وياند د دفترله لارې باختر آژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهو رئیس د خبر رسونې بهیر د ښه والي، د خبریالانو ستونزو ته د رسېدنې او د بیان آزادۍ د پياوړتیا په خاطر د رسنیو مسوولینو د غوښتنو په اساس مفصل حکم صادر کړ. په دغه حکم کې پرټولو مسایلو سربېره، یوازې د موظفو بنسټونو له لارې د رسنیزو سرغړونو تعقیب، د رسنیو له همکارانو سره د زیاتې همکارۍ روحیې ترویجول او د رسنیزو همکارانو د قتل دوسیو څېړل د جرم د رامنځته کېدو دلیل ته له پام پرته د موقتې ادارې د ایجاد له وخته ذکر شوي دي.
همدارنګه د رسنیزو بنسټونو د استازو په غوښتنه، د خبریالانو د خوندیتوب طرز العمل ملي امنیت شورا تصویب کړ او حکومت د رسنیو د جواز د نوي کولو وخت د شپږ میاشتو لپاره تمدید کړ. حکومت په مجموع کې  ـ د رسنیو فکري او کاري خپلواکۍ ته په پام ـ د افغانستان له ټولو رسنیو او د رسنیو مسوولینو څخه  د کره، پر وخت، بې پلوه او مسوولې خبر رسونې په چاره کې خپل ملاتړ اعلان کړ. 
د دولت په کچه د خبر رسونې د ښه نظم په خاطر د سټراټيژیکو او عامه اړیکو ملي سټراټيژي تصویب شوه او په سټراټيژیکو او عامه اړیکو کې د جمهوري ریاست مشاوریت د کار پيل دولتي ویاندانو ته د کره اطلاعاتو ترلاسه کول او (د رسنیو له لارې) هېوادوالو ته د لېږلو په برخه کې مناسبه کاري زمینه برابره کړې ده.
ښايي په ډېرو کمو مواردو کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبینو خبریالانو سره داسې چلند کړی وي چې د لنډ وخت لپاره یې د هغوی کار ځنډولی وي. د افغانستان حکومت دا ډول چلند فردي عمل بولي، د هرې قضیې تعقیبولو ته ژمن دی او توبیخي ګامونه یې هم اخیستي دي. دا ډول فردي کړه وړه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د آزادي خوښي سیاست سره په بشپړ مخالفت کې دي.
د هېوادوالو د حقونو د بشپړ رعایت او د هېواد امنیتي شرایطو ته په پام د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو چې په ټول اخلاص او اتلولۍ له وطن څخه دفاع کوي د رسنیو له مسوولینو غوښتي دي چې د دندې د اجرا په وخت کې دې خپل، د هېوادوالو او امنیتي ځواکونو خوندیتوب له خطر سره نه مخ کوي. 
د رسنیو آزادي د هېواد د اساسي قانون لوی ارزښتونه دي، د هغو ملاتړ او پياوړتیا د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او د ټولو هېوادوالو تعهدات او مکلفیتونه دي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته