کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٩
د هيواد دڅيړونکې او ليکوال او خبريال قسيم اخګر د مړينې له امله د اطلاعاتو
او فرهنګ د وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين د خواخوږۍ او ډاډګيرنې پيغام.
په ژورې خواشينۍ سره مى خبر ترلاسه کړ چې دنړۍ يو مشهور ليکوال ژورنالست قسيم اخګر وفات شوى دى .
زه چې له هيواد څخه په بهر کې يم د ارواښاد د جنازې دښخولو په مراسمو کې
مى ګډون ونه کړاى شو .
خو زه ډاډ من يم چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهنمل نبي فراهي
او د دغه وزارت جګپوړې مامورين په دغو مراسمو کې ګډون لري.
فسيم اخګر ديوه مدني او هيواد ته د زړه سواند خبريال په توګه تل هم په ټلويزيوني خبرو کې او هم دافغانستان په چاپي رسنيو کې هيوادنۍ مسلې او چلنجونه بيان کړي دي .
زه د ده دمړينې له امله د ډاډګيرنې او همدردۍ مراتب د ده کورنۍ ، دوستانو او دافغانستان فرهنګيانوته وړاندې کوم.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهنمل نبي فراهي ته مې لارښوونه کړې
ده چې ز ما د ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب د ارواښاد کورنۍ او دوستانو او دافغانستان فرهنګي ټولنې ته ورسوي.
1 1 دقیقه لوستل