کابل – باختر د ورى دمياشتې ٢٣
په قندهار ولايت کې د يوې چاودنې له امله يو پوليس شهيد او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
د قندهار ولايت يوه امنيتي خبرځاى د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه چاودنه د قندهار ښار د څلورمې ناحيې په مربوطاتوکې د ميرويس نيکه ليسې ته څېرمه وشوه.
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: د دغې چاودنې هدف د پوليسو رنجر موټر و چې له امله يې پوليس شهيد او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ