کابل باختر د وږي څلورمه :
دباميانو دکرنې په انستيتوت کې دکرنيزو او بڼوالۍ محصولاتو دپروسس يو مرکز جوړ شو .
دباميانو ولايت دپوهنې رياست سرپرست محمد ايوب اميري دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغه مرکز کې دباميانو دکرنې دانستيتوت زده کوونکو دکرنې په برخو کې دعملي کارونو د روزنې په خاطر دپي اي ان موسسې له خواجوړ شوى دى . چې ددرې سوه ديرشو تنو نجونو په ګډون ددغه انستيتوت څه ناڅه ٦٠٠تنه زده کوونکي دکرنې په خاطردځمکې دچمتو کولو او هم دجوس او دکرنيزو محصولاتو دبازار موندلو دپروسس په باب عملي زده کړې کوي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ