ټولنه

د ښځو پرمختګ ته ځغلنده کتنه

کابل/ د کب ۱۷ مه / باختر
سبا د مارچ اتمه  د ښځو نړیواله ورځ ده. دا ورځ د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې نمانځل کېږي. افغانان هم دا ورځ په خورا پرتمینه توګه نمانځي. څه چې د افغانانو لپاره د دغې نړیوالې ورځې په تړاو ډېر ارزښت لري، دا دي چې افغانان اوس پر تشو شعارونو د ښځو د نړیوالې ورځې هرکلی نه کوي، بلکې له ګڼو لاسته راوړنو او پرمختګونو سره د دغې ورځې هرکلی کوي.
د باختر آژانس مفسر په تېرو کلونو کې په هېواد کې د ښځو پرمختګونو ته ځغلنده کتنه کړې ده او لیکي:
ښځو په تېرو کلونو کې، چې د افغانستان په سیاسي ادبیاتو کې ورته د نظام جوړونې بهیر ویل کېږي، په ګڼو برخو کې پرمختګ کړی دی. نن د افغانستان ښځې هغه د څو کلونو پخوا په کورکې را ایسارې ښځې نه دي.  نن ښځې د افغاني ټولنې د ژوندانه په ټولو برخو کې فعال نقش لري. په کابینه کې ښځې شتون لري او د یو شمېر مهمو وزارتونو چارې پر مخ وړي. همدا رنګه ښځې د ګڼو وزراتونو د معینانو په توګه کار کوي. ګڼې مېرمنې په بېلابېلو ادارو کې د ریاستونو مشري  کوي.
په خپلواکو ادارو کې هم د ښځو ونډه د پام وړ ده. تر ټولو ښه بېلګه یې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او همدا رنګه د انتخاباتي شکایتونو خپلواک  کمېسيون دی. د دغو دواړو کمېسیونونو مشرانې ښځې دي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې، د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون او دغه راز د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون رییسان هم ښځې دي.
په ستره محکمه او نورو محکمو کې هم ښځې فعال حضور لري او د عدالت د تامینولو چارې پر مخ وړي.
په ملي شورا کې هم د ښځو ونډه د پام وړ ده. ښځې هم په ولسي جرګه کې او هم په مشرانو جرګه کې فعال حضور لري او د قوانینو په تصویبولو کې نقش لري.
همدارنګه ښځې د افغانستان د ملي اردو او ملي پولیسو په لیکو کې هم شتون لري او له خپلو ورونو سره  اوږه په اوږه سترې او له خطره ډکې امنیتي دندې پر مخ وړي.
له نېکه مرغه اوس د افغان مېرمنو ونډه د هېواد په دیپلوماتیکه اداره کې هم مخ پر ډېرېدو ده.
نجونې ښوونځیو او پوهنتونونو ته ځي او په ډېره مینه زده کړې کوي.
دا ټولې بېلګې جوتوي چې اوس افغان مېرمنې خپل غږ لري، خپل دریځ لري او خپل نظر لري. اوس ښځې د هغه څه په اړه، چې په ټولنه کې  تېرېږي، بې تفاوته او بې توپيره نه دي. دوی ځانونه د ټولنې فعال غړي بولي، داسې غړي چې له نارینه وو سره برابر حقوق لري او له هغوی سره اوږه په اوږه د هېواد د آبادۍ او پرمختګ لپاره کار کوي. د ټولنې د ژوندانه په ټولو برخو کې د ښځو فعال شتون د ټولنې روښانه راتلونکی تضمینوي.
څه چې اوس ډېر ارزښت لري دا دي چې د ښځو د پرمختګ دغه پيل شوی بهیر باید دوام ومومي، لا غښتلې او پياوړې شي او دا موخه هغه مهال تر لاسه کېدای شي چې ټول د مارچ د نهمې یانې د ښځو د نړیوالې ورځې په ویاړ یو  ځل بیا د ښځو له پرمختګ سره خپله ژمنه نوې کړي.
ن.ش.  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته