سیاست

د وزيرانو شورا د کانونو او د ښارجوړولو او کور جوړولو دسترو پروژو دقراردادونو لاسليک د نوى حکومت تر رامنځته کيدو پورې منع کړل

کابل باخترثور دمياشتې   ١ :
د وزيرانو شورا نوبتي غونډه نن له غرمې مخکې دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررييس حامدکرزي په مشرۍ د جمهوري رياست د ارګ دګلخانې په ماڼۍ کې جوړه شوه .
د چارو  د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رياست باخترآژانس ته خبرورکړ:
په پيل کې د ماليې وزير د هيواد د مالي ستونزو په باب د واشنګټن پست له خوا خپاره شوي تبليغات له حقيقت څخه لرې وبلل او په دې باب يې غونډې ته مفصل معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه: د دغو آوازو پرخلاف، د ماليې وزارت  د معاشونو د ورکولو او د عادي بودجې د لګښتونو په مقصدکافي مالي پيسې په واک کې لري او د دولتي ارګانونو تخصيصونه د هغوى د معاشونو د ورکولو او د عادي بودجې په مقصدپه خپل وخت اجرا کيږي .
وروسته د وزيرانو شورا د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت موظف کړچې دباختر دخزانې آثار چې همدا اوس  د استراليا په هيوادکې نندارې ته وړاندې شوي  دي؛ د نندارې له پاى ته رسيدو وروسته او د نوى حکومت د کار له پيل کيدو مخکې په خوندي ډول بيرته افغانستان راوليږدوي.
وروسته د بهرنيو چارو وزير په داسې حال کې چې د جيوديزى او کارتوګرافى د ادارې مرستيال په غونډه کې حاضر و؛ د افغانستان داسلامي جمهوريت او د ايران د اسلامي جمهوريت ترمنځ د سرحدي سندونو او نښونښانو د مدرنيزه کولو په مقصد د نهو مليونو ډالرو د بيلولو په باب د وزيرانو شورا د ١٣٩١ کال دمرغومي د مياشتې د يوولسمې نيتې دغونډې څلويښتم ګڼه پريکړه ليک او د جيوديزى او کارتوګرافى د ادارې د لومړى فاز د تحقق په لاره کې د يواعشاريه شپږو مليونو امريکايي ډالرو د ليږدونې په مقصد د دغې ادارې وړانديز غونډې ته طرحه کړل.
د وزيرانو شورا د ماليې وزارت موظف کړ چې د يو اعشاريه شپږومليونو ډالرو معادل پيسې دې د دواړوهېوادونوترمنځ د سرحدي نښو نښانو د مدرنيزه کولو په مقصد د١٣٩٣کال د ملي بودجې له سرجمع څخه د جيوديزى او د کارتوګرافى د ادارې پرمختيايي بودجې ته وليږدوي .
له اجنډاسره سم د کانونو وزير د  احمدآباد _  بلخ  او  د محمدجان  په بلاکونو  او د افغان _ تاجک په نفتي حوزه کې  د هايدرو کاربونونو د اکتشاف او توليد د ويش د قراردادونوطرحه، د سرپل ولايت د بلخاب د مسو، د غزني ولايت د مسو او د زرکشان د سرو زرو، د هرات ولايت  د شيدايي د مسو او د بدخشان د سرو زرو دکانو د را ايستلودقراردادونو دلاسليک طرحه غونډې ته وړاندې کړه.
د وزيرانو شورا له هراړخيزو خبرو وروسته پريکړه وکړه چې د دغې مصوبې له انفاذ وروسته دې د کانونو، ښارجوړولو او د کور جوړولو د سترو قراردادونو لاسليک د خبرو او تصميم نيولو په مقصد نوى حکومت ته وسپارل شي .
ورپسې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزير له چغچران څخه په فيروز کوه د غور ولايت دمرکز د نامه د بدلون په باب ددغه وزارت وړانديز غونډې ته طرحه کړ او څرګنده يې کړه چې د فيروز کوه ښار د غوريانو د امپراطورى په وخت کې د هغوى پايتخت و او  د فيروز کوه د نامه د تاريخي صبغې له مخې، اوس د ملي شورا ځينو غړو، د مدني ټولنې بنسټونو، فرهنګيانو او دغور ولايت ځوانانو هم ددغه ولايت دمرکز دنامه  دتعديل وړانديز طرحه کړى دى .
د وزيرانو شورا دتاريخي صبغې په پام کې نيولو سره له چغچران څخه په فيروز کوه دغور ولايت د مرکز دنامه بدلون  تصويب کړ ، داطلاعاتو اوفرهنګ او دعدليې وزارتونه يې موظف کړل چې له چغچران څخه په  فيروز کوه د غور ولايت دمرکز دنامه تعديل دموجهو دلايلو په وړاندې کولو سره پړاونه يې دسيمه ييزو ارګانونو په قانون کې  بشپړ کړي .
دغه راز د وزيرانو داطلاعاتو اوفرهنګ دوزير په غوښتنه دماليې وزارت موظف کړ چې ديو مليون ډالرو معادل پيسې دې دملي موزيم دپروژې دبشپړولو په مقصد داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت پرمختيايي بودجې ته وليږدوي .
وروسته دعدليې وزارت معين او سرپرست دلوړ توناژ بار وړونکو وسايطو دکنترول دمقررې طرحه  چې دقوانينو دکميټې له خوا تائيدشوې ده ، غونډې ته وړاندې کړه او زياته يې کړه  چې دغه مقرره  دلوړ توناژ بار وړونکو وسايطو دوزن او بار دکنترول  ، دسړکونو او دنورو تاسيساتو دويجاړيدو دمخنيوي اودلوړ توناژ بار وړونکو وسايطو دکنترول دعصري سيستم  دجوړولو په مقصد په دريو فصلونو او شپاړلسو مادو اوپه دوو ضميمو کې برابره شوې ده چې د تصويب په صورت کې  دې ته اړتيا ده چې  دځمکنيو ليږدونکو وسايطو دجواز سير دمقررې   ٣٧  او ٣٨ ماده تعديل او دسير اوحرکت دمقررې   د١٨ مادي  ٦ فقره  او دضميمه  جدول  ٧٥ ګڼه دې  چې په ١٣٦٠ کال کې د رسمي جريدې په  ٤٨٤ ګڼه کې خپره شوې ده هم لغوه شي .
دوزيرانو شورا له مفصلو خبرو وروسته  دلوړ توناژ دبار وړونکو  وسايطو دکنترول مقرره دځمکنيو ليږدونکو وسايطو د جواز سيردمقررې د ٣٧ او ٣٨ مادې  دتعديل طرحه او د سير او حرکت دمقررې د ١٨ مادې د ٦ فقرې او دضميمه جدول د٧٥ ګڼې دلغوه کولو طرحه تصويب کړه او دعدليې وزارت يې موظف کړ چې د پړاونو په بشپړولو دې اقدام وکړي .
دغونډې دکار په دوام دعدليې وزارت معين اوسرپرست دعامې روغتيا دقانون د دويمې مادې دتعديل طرحه غونډې ته طرحه کړه چې له مفصلو خبرو وروسته پريکړه وشوه چې دعدليې  او دعامې روغتيا وزارتونه دې دغونډې ديادونې په پام کې نيولوسره دغه تعديل يو ځل بيا وڅيړي او موافقه شوې طرحه دې د وزيرانو شورا دقوانينو کميټې ته وړاندې کړي .
وروسته دوزيرانو شورا داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت او دسيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره موظف کړل چې ددغې شورا له پخوانيو پريکړو سره سم دې په قندهار ولايت کې داحمدشاه بابا دراني دکور داستملاک د بهير  پړاونه د دوو  اوونيو په  دننه کې بشپړ کړي اودوزيرانو شورا ته دې وړاندې کړي  .
ورپسې دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزير دنيمروز ولايت دڅښاک داوبو دپروژې دکار په سلوکې دنږدې اتيا پرمختګ  په باب غونډې ته معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه  چې په دې وروستيو وختوکې ددغې پروژې کار ددغه ولايت  دسيمه ييزو ارګانونو دمسوولينوله خوا ځنډول شوى دى.
د وزيرانو شورا دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت او دسيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره موظف کړل چې  ډير ژر دې ددغې پروژې دکار څرنګوالى له نږدې وڅيړې او ددغې پروژې کار دې  دقراردادي شرکت په واسطه بيا پيل کړي .
دغونډې په پاى کې دبهرنيو چارو د وزير له خوا دغه دوه موارده نړيوال تړونونه غونډې ته طرحه شول  چې دتائيد وړ وګرځيدل .
_  دتاجکستان او دقرغزستان جمهوريت ترمنځ دمرکزي آسيادسيمه ييزو همکاريو په چوکاټ کې داشخاصو ، وسايطو او دمالونو دسرحدي ترانسپورت  له لاسليک شوي موافقه ليک (  C B T A )  سره دافغانستان داسلامي جمهوريت الحاقيه پروتوکول .
_    دخاصو قطعاتو دلوى رياست دبحراني حالت دڅيړنې د ٢٢٢ قطعې دپوليسو د روزنيزو تاسيساتو د جوړولو په برخه کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دکورنيوچارو وزارت او د ناروې  دبهرنيو چارو وزارت ترمنځ دهمکارۍ موافقه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته