سیاست

افغانستان د آسیایي همکارۍ لپاره د ډیالوګ د ټولنې غړیتوب ترلاسه کړ

کابل-باختردتلې دمياشتې٢٦:
افغانستان د آسیایي همکارۍ لپاره د ډیالوګ د ټولنې غړیتوب ترلاسه کړ.
د آسیایي همکارۍ لپاره د ډیالوګ د ټولنې د غړو هېوادونو لومړنۍ غونډې چې پرون یې د کویټ په شاهي هېواد کې په کار پیل وکړ، افغانستان ته یې په دې ټولنه کې د غړيتوب له امله مبارکېاو ښه راغلاست ووایه.
حامدکرزي په دې غونډه کې  دکویټ له امیر او د دغې ټولنې له ټولو غړو څخه مننه وکړه چې د آسیایي همکارۍ لپاره د ډیالوګ په ټولنه کې یې د افغانستان د غړیتوب ملاتړ وکړ.
د هېواد جمهوررئیس په دې کنفرانس کې وویل: افغانستان باورلري چې په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د ټایلند د شاهي دولت په نوښت د آسیا په وچه کې د همکارۍ تر عنوان لاندې د دغې ټولنې جوړیدل د آسیا د توان د ټینګښت او يوموټې کولو او په یوې یو موټې او غوړیدلې کورنۍ باندې د دغې سترې قارې د بدلولو په لاره کې یو مهم او لوړ ګام و چې پورته شو.
حامدکرزي له لږوپرمختللوآسیایي هېوادونو سره د مرستې لپاره د دغې ټولنې په چوکاټ کې د دوه میلیارد ډالري وجهي صندوق د جوړیدو لپاره د کویټ د امیر والا حضرت شیخ صباح الاحمد الجابر الصباح د وړاندیز هرکلی وکړ او له دغه صندوق سره یې د والا حضرت شیخ صباح لخوا د۳۰۰ میلیونو ډالرو د مرستې د اعلامولو قدرداني وکړه.
د هېواد جمهوررئیس هیله وکړه چې د دغې ټولنې نور غړي هېوادونه هم  د آسیا د وچې د سوکالۍ او سلامتۍ لپاره له دغه صندوق سره مرسته وکړي.
ده، وویل: افغانستان د دغې ټولنې اساسي اصولو لکه مثبت فکر، داوطلبانه خدمت، صراحت او تنوع منلو ته، احترام کوي.
حامدکرزي وویل: زه په دې باور یم چې د آسیایي همکارۍ لپاره د ډیالوګ ټولنه د سولې، امنیت او زموږ د هېوادونو د پراختیا پر وړاندې د موجودو ننګونو په اړه د صادقانه او ګټور ډیالوګ او بحث لپاره یو بې ساری فرصت برابروي. د همدغې ټولنې له لارې کولای شو د آسیا په وچه کې د فرهنګونو او تمدنونو ترمنځ د ګډ سوله ایز ژوند ریښې پیاوړې کړو.
د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه: زه بشپړ باور لرم چې په دغه مهم آسیایي جوړښت کې د افغانستان غړیتوب کولای شي د سیمې د سوکالۍ او غوړیدو په موخه د سیمه ایزو همکاریو د ټینګښت لپاره یو ښه فرصت برابر کړي.
په دې غونډه کې د دغې ټولنې د غړو هېوادونو مشرانو د آسیایي همکارۍ د ډیالوګ په ټولنه کې د افغانستان د غړیتوب له امله حامدکرزي ته مبارکېوویله او په دغه ټولنه کې یې د افغانستان غړیتوب ګټور وباله.
د یادونې وړ ده چې د آسیا د همکارۍ لپاره د ډیالوګ په ټولنه کې ۳۲ آسیایي هېوادونه غړیتوب لري چې افغانستان یې نن غړیتوب ترلاسه کړ.د دغې ټولنې مهمې موخې په آسیایي  هېوادونو کې د اقتصادي او فرهنګي  همکارۍ پراختېا ، د خلکو په ژوند کې د ښه والي رامنځته کول، د لوږې ، تروریزم  او طبعي پیښو پر وړاندې مبارزه، دکرنې، توریزم، ترانسپورت، ټکنالوژۍ او د بشري منابعو وده ده.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته