امنیت

د داعش د ډلې لس غړي په ننګرهار کې ونیول شول

جلال اباد / د ثور / ۹/ باختر
د داعش د ډلې لس غړي په ننګرهار کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ونیول شول.
زیاتره دغه طالبان په ننګرهار کې په هدفمندو ترورنو بوخت وو.
د رارسېدلو خبرونو له مخې، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د جلا ل اباد ښار او سره رود ولسوالۍ کې د دغو داعشیانو پر پټنځایونو برید وکړ.
د ننګرهارد ملي امنیت یوه خبر ځای باختر اژانس ته خبر ورکړچې په دغو عملیاتو کې د دغې ډلې د دوو قوماندانانو په ګډون لس داعشیان ونیول شول .
هغه تایید کړه چې دغه داعشیان په ښار او یو شمېر ولسوالیو کې په هدفمندو ترورنو بوخت وو .
د داعش ډلې په دې اړوند څه نه دي ویلي .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته