امنیت

د کندز په چار دره کې شپاړلسو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٥
شپږ تنه وسله وال طالبان په کندز ولايت کې ووژل شول او لس تنه نور طالبان ټپيان شول .
دکندز ولايت د چار درې له ولسوالۍ څخه د وروستيو را رسيدلوخبرونو له مخې: پنځه کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي او شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او لس تنه نورټپيان شوي دي .
دکندز ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى سيد سرورحسيني د باختر آژانس خبريال ته وويل: د چار درې ولسوالۍ د پاکولو لپاره عمليات لا تراوسه پورې دوام لري او په دغو نښتوکې وسله والوطالبانو ته د سر دروند زيان آوښتى دى.
د يوبل خبرله مخې: دکندز ولايت دخان آبادولسوالۍ دآقتاش په ساحه کې د وګړنيو پاڅونونو په دوام يوولس کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي .
حسيني زياته کړه: د وګړني پاڅون کوونکو د ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اته تنه نوريې ټپيان شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل: په وژل شويوکسانوکې پاکستاني اتباع هم شامل دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته