امنیت

په قندهارکې د اوولسو تنو وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل باختردثور ٢٤مه :
اوولس تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې د هوايي بريدونو له امله ووژل شول او څه ناڅه ٦تنه نوريې ټپيان شول .
پر دغو طالبانو له تيرې شپې څخه تر نن سهاره پورې د ارغنداب ولسوالۍ په ځينو سيمو کې بريدونه وشول .
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دغو هوايي بريدونوکې د درېيو تنو بهرني جګړه مارانو په ګډون ١٧  تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ده وويل چې په دغوبريدونو کې دغه راز د طالبانو څلور مرکزونه له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې دوه تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې نيول شوي دي.
  دغو طالبانو کله چې د قندهار ښار په شمال کې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو، د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول .
نيول شويو کسانو په خپلو  لومړنيو تحقيقاتو کې  د طالبانو په ډله کې د خپل غړيتوب او په څو ډار اچوونکو بريدونوکې په لاس لرلو اعتراف کړى دى .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته