امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختردمرغومي د مياشتې  ١٠:
په فارياب ولايت کې تيره شپه  دجګړې په بهيرکې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول.
دفارياب ولايت  دامنيې قوماندانۍ سرپرست سمونوال ميرامان الله باختر آژانس ته وويل :  وسله والو مخالفينو تيره شپه  دقيصار ولسوالۍ دنودرې  دسيمې  په امنيتي پوستو بريد وکړ  چې دامنيتي ځواکونوله مقاومت سره مخامخ شول او په بهيرکې يې څلور تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او درې تنه  نور يې ټپيان شول.
په دې جګړه کې  امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى  اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته