امنیت

بهرنیان طالبان پلمه ګرځوي او پر بېګناه وګړو حملې کوي او طالبان بهرنیان بهانه ګرځوي او بېګناه ولس تر بریدونو لاندې نیسي

کابل_باختر د ليندي دمياشتې ١٤مه:
د طالبانو له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې د امریکا له متحده ایالاتو سره د امنیتي قرار داد په هکله د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس د موقف په اړه څرګندونې شوي دي.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر د ېوې اعلاميې په خپرولوسره ليکلي دي:

د امنیتي قرارداد په اړه د هېواد د جمهور رئيس د شرایطو ضمني تأييد شوی، خو سوله او بین الافغاني تفاهم یو ځل بیا د بهرنيانو پر وتلو پورې مربوط بلل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې بهرنیان طالبان پلمه ګرځوي او پر بېګناه وګړو حملې کوي او طالبان بهرنیان بهانه ګرځوي او بېګناه ولس تر بریدونو لاندې نیسي.

طالبان وایي چې ترڅو امریکایان په افغانستان کې شته، دوی به جګړه کوي او امریکایانو له القاعده او طالبانو سره جګړه د خپل حضور لپاره پلمه ګرځولې ده، خو ددغه ناوړه حالت او مرموزې جګړې بیه زموږ ملت اداء کوي. 

د افغانستان جمهوررئيس افغاني طالبانو ته د وروڼو خطاب کړی او دوی يې سولې ته رابللي، ترڅو په هېواد کې د ورانیو او مداخلاتو لړۍ بنده شي او نور زموږ هېڅ هېوادوال د هېڅ بهرني د لاس آله او د خپل هېواد دښمن ونه ګرځي.
که دغه وروستۍ اعلامیه په ريښتیا د طالبانو موقف بیانوي او دوی پخپل دریځ کې صادق وي او د عمل استقلال ولري، نو د سولې د لارې په خپلولو سره دې په افغانستان کې د بهرنیانو د حضور او د هغوی د جنګ د دوام لپاره بهانه ختمه کړي.

د افغانستان جمهور رئيس پوهيږي چې د هېواد په روان ناورین کې د بهرنیانو ونډه څومره او په کومه کچه ده. د افغانستان جمهور رئیس په همدې دلیل وروستۍ لویې مشورتي جرګې ته پخپلو افتتاحیه او اختتامیه ویناوو کې وویل چې که امریکا او پاکستان وغواړي، کولای شي افغانستان ته د سولې راوستل یقیني کړي. خو هیله مو دا ده چې زموږ افغان طالب وروڼه په هېواد کې د روان ناورین ابعاد درک کړي، د سولې هڅې راسره شریکې کړي، خپل هېواد ته راستانه شي، د خپل هېواد په ودانولو کې ونډه واخلي او د خپلو افکارو لپاره سیاسي مبارزه وکړي، تر څو موږ ټول د افغانستان خلک یو موټی او په پوره اتحاد د هر بهرني له احتیاجه ځان خلاص کړو او د تېري په صورت کې یې ټول یو ځای ورته کلک ځواب ورکړو.

د افغانستان جمهور رئیس په دې باور دی چې په فعلي حالاتو کې له غربي هېوادونو او د امریکا له متحده ایالاتو سره زموږ رابطه، په تېره په پوځي او اقتصادي برخو کې د هېواد په ګټه ده، خو دا رابطه هغه وخت د افغانانو په خیر او فلاح تمامیږي چې په افغانستان کې سوله او امنیت تأمین شوي وي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته