امنیت

په فارياب ولايت کې دماين دچاودنې له امله دوه تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

کابل باختر د چنګاښ شپاړلسمه :
دوه تنه ډار اچوونکي پرون دفارياب ولايت په شيرين تګاب ولسوالۍ کې دماين دښخولو په وخت کې ووژل شول .
  دغوماين ښخوونکو دهغه ماين دچاودنې له امله چې غوښتل يې ځاى پرځاى کړي ووژل شول .
دفارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند او دمطبوعاتو آمر  عبدالکريم يورش باختراژانس ته وويل چې دغه دوه تنه ډار اچوونکي غوښتل چې ماين دشيرين تګاب ولسوالۍ  دګورزاددغاښې دپوستې په لاره کې ښخ کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته