کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢٤
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين د ژورنالستانو دملي اتحاديې دتشکيلاتو دمسوول خيرالله بشردوست دمړينې له امله دخپلې ژورې خواشينۍ او ډاډګيرنې مراتب څرګند کړل .
دباختر آژانس دخبرله مخې : د ژورنالستانو دملي اتحاديې يوتن بنسټ يښودونکې خيرالله بشر دوست چې په يوه ترافيکي پيښه کې ټپي شوى و پرون دشهيد سردار محمد داود په روغتون کې په حق ورسيد.
داکتر رهين د اروښاد کورنۍ او د هيواد خبريالانو ته د خوا خوږۍ او ډاډ ګيرنې دمراتبو په څرګندولو سره وويل ، . ارواښاد دخيرالله بشر دوست دخپل عمر زيات کلونه درسنيو په څانګه کې کار کړى و خداي (ج) دې هغه وبخښي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ