Uncategorized

محمد طاهر زهير: بيدل لومړی بدخشی او وروسته دهلوي دی

کابل / ليندۍ ٢٢مه / باختر
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهرزهير او يو شمېر ليکوالو او فرهنګيانو د (مرزا عبدالقادر بېدل ژوند او کارنامې ) او د (بېدل په اړه دېرش مقالې) کتابونو مخکتنه وکړه.
دغه کتابونه او مقالې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په اهتمام چاپ شوي دي.
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير د (مرزا عبدالقادر بېدل د ژوند او کارنامو ) اود (بېدل په اړه دېرش مقالې) کتابونو د مخکتنې په غونډه کې په خپلوخبرو کې دغه کتابونه د بېدل پېژندنې په اړه ښکلي او په زړه پورې وبلل او ويې ويل چې د بېدل د مقام د يادونې او د خاطرو د نوي کولو لپاره د دې اړتيا ده چې د بېدل پېژندنې سنت ژوندى پاتې شي .
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست وويل: که څه هم پوره مدرک په لاس کې نشته خوله پخواراهیسی شفاهي روايت دی چې د بېدل د پلار اصلي ټاټوبى بدخشان و.
هغه دغه راز د دغې ټکي په بيانولو سره چې پرمختللیو هېوادونو خپل پرمختګ له فرهنګ څخه پيل کړې دی، وويل چې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت غواړي د نورو له تجربوڅخه په استفادې سره ورو خو ټينګ ګامونه پورته کړي او له حاشيې څخه متن ته د فرهنګ د راوړلو او د فرهنګ د بډاينې لپاره مشخص پلانونه او پروګرامونه طرحه اوتطبيق کړي.
د دغو کتابونو د مخکتنې په غونډه کې استاد احمد ضيا رفعت او پرتو نادري د بېدل د اشعارو، مقام او ژوند په اړه خبرې وکړې او (د مرزا عبدالقادر بېدل ژوند او کارنامې ) او د (بېدل په اړه دېرش مقالې) کتابونوچاپول په علمي معيارونوسره د څېړنيزو کارونو لپاره يو ښه مثال وباله .
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته