امنیت

اووه تنه امنيتي منسوبين شهيدان شول

کابل باختر  د چنګاښ ٢٦ :
دملي اردو څلور تنه عسکر پرون په هلمند ولايت کې د ماين دچاودنې له امله  شهيدان شول.
دملي دفاع وزارت  مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
دملي اردو څلورتنه عسکر دهلمندولايت د کجکي اوسنګين د ولسواليو په مربوطاتوکې د امنيتي دندو په بهيرکې په واټونوکې د ښخ کړاى شوي ماينونو د چاودنو له امله شهيدان شول.
دغه راز دغو ځواکونودرې تنه نورعسکردغزني، لوګراودميدان وردګو د ولايتونو په مربوطاتوکې دجلاجلا امنيتي دندو په بهيرکې په واټونوکې د ښخ کړاى شوي ماينونو دچاودنو له امله شهيدان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته