امنیت

ديارلس طالبان په غزني کې ووژل شول

کابل/ دلړم ٢٩مه/باختر
ديارلس وسله وال طالبان تېره شپه په غزني کې ووژل شول.
د۲۰۳ تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر سرپرست ايمل مومند باختر آژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان د غزني په مرکز پورې اړوند قاضي قلعه او د دغه ولایت د مقر ولسوالۍ په جمجمه او مانک ساحوکې او د امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتوکې ووژل شول.
هغه زیاته کړه: په عملياتوکې ٨ نور وسله وال طالبان ټپیان شول او د دښمن یو توغندی ویشتونکی ترلاسه شو.
په يو بل خبرکې ويل شوي دي چې د پکتیکا د وازه خواه ولسوالۍ په کوبات سیمه کې د پوځیانو په عملیاتوکې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او یو بل يې ټپي شوى دى.
د یو بل خبر له مخې:
د۲۰۳ تندر قول اردو د ماین پاکۍ ټیمونو د غزني او خوست په مربوطاتوکې دوه ماینونه کشف او شنډ کړل.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته