امنیت

د دولت څلور تنه مخالفين په زابل کې دسولې له بهير سره يوځاى شول.

-کابل – باختر دکب دمياشتې ٥
د دولت څلور تنه وسله وال مخالفين پرون په زابل کې دسولې له بهير سره يوځاى شول.
د زابل والي محمد انور اسحق زي دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه کسان ددغه ولايت په څو ولسواليو کې په تروريستي فعاليتونو بوخت وو چې اوس په حقايقو په پوهيدو سره له جګړى څخه لاس واخست او دسولې له بهير سره يوځاى شول.
ديادونې وړ ده چې دغه کسان له خپلو وسلو سره دسولې له بهير سره يوځاى شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته