سیاست

پاکستان ته د جګپوړي دولتي هيئت سفـــر او له ډار اچونې سره د مبارزې په کار کې د اسلام آباد نامشخص دريځ

کابل باختردزمري دمياشتې ٢١ :
په داسې حال کې چې د افغانستان د دولت مشرانو په وروستيو ورځوکې  د پاکستان په نسبت انتقادي نظرڅرګندکړى دى؛ سبا يو جګپوړى افغاني هيئت  اسلام آباد ته ځي چې د تروريزم پرخلاف د مبارزې په وړاندې د دغه هېواد په دريځ پوه شي.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د جمهوري رياست د وياند مرستيال سيدظفرهاشمي رسنيو ته ويلي دي چې د بهرنيو چارو د وزير، د ملي دفاع وزارت د سرپرست او د ملي امنيت د لوى رئيس په ګډون يو درې کسيز هيئت به د افغانستان د دولت په استازيتوب سبا پاکستان ته لاړ شي .
دغه سفر په داسې حال کې ترسره کيږي چې افغانستان د تروريستي بريدونو په څپوکې لتاړ دى  او افغانان پاکستان د دغو قضيو عامل بولي.
د جمهوري رياست د وياند مرستيال وويل چې دغه هيئت د هغو تروريستي ډلو  د ځپلو په مقصد د همکارۍ د ژمنې په باب دپاکستان دطرحې دڅېړنې په مقصدچې د افغانستان پرخلاف فعاليت کوي؛ دغه هېواد ته سفر کوي.
افغاني مقامات به له پاکستان څخه وغواړي چې د تروريزم پرخلاف د مبارزې په وړاندې دې خپل دريځ مشخص کړي.
پخوا جګپوړو افغان مقاماتو ويلي وو چې پاکستان يوازې په خوږو الفاظو او ژمنې سره د تروريزم پرخلاف جګړې ته تللى دى؛ نه ارادې او عمل سره او اوس د دې فرصت را رسيدلى دى چې الفاظ او ژمنه خپله لاره د عمل په لور پرانيزي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته