سیاست

د ننگرهار د ماشومو بنديانو د ستونزو دحل لپاره هلې خلې

کابل- باختر- د لړم اتلسمه
د ننګرهار د استيناف څارنوالۍ مرستيال د ېوشمېر څارنوالانو په ملتيا د دغه ولايت عمومي او د ماشومانو جيلونه وکتل.
د ننګرهار د اسيتناف څارنوالۍ د مرستيال څارنيار سيد شريف نيازي په مشرۍ پلاوي وروسته له هغه ددې ولايت عمومي او ماشومانو جيلونه وکتل چې په مرکزکې د څارنوالانو په درېيم کنفرانس کې جمهور رييس څارنوالانو ته سپارښتنه وکړه، چې په ولايتونو کې د بنديانو ستونزې او غوښتنې د حل په موخه واوري.
څارنيار سيد شريف نيازي سره په دغه پلاوي کې د ماشومانو د برخې اختصاصي څارنوالۍ رئيس شهسوار ساپي او يوشمېر نورو څارنوالانو شتون درلود.
ورغلي پلاوي ته د ننګرهار جيل مدير سمونوال مير حضرت ستانکزي د جيل د بېلابېلو برخو په اړه معلومات ورکړل.
د استناف څارنوالۍ مرستيال څارنيار سيد شريف نيازي په جيل کې د بنديانو روغتيايي وضيعت پوښتنه ،ډوډۍ خوړولو او هغه برخه ، چې دوی په کې په حرفوي زده کړو بوخت دي وکتله.
بنديانو د جيل مسولينو له کړنو خوښي څرګنده کړه، چې په خبره يې په ټولو برخو کې يې ورته اسانتياوې برابرې کړي.
دوی نيوکه وکړه،چې دوسيې يې په غور سره نه څېړل کېږې، چې له امله يې بنديان له سختو ستونزو سره مخ دي.
بنديانو د جمهور رييس د حکم د ژر عملي کېدو غوښتنه کوله ، چې په خبره يې ډېری وخت د جمهور رييس حکم له ټاکلي وخت وروسته عملي کېږې.
دغه راز ياد پلاوي په جيل کې د ښځينه بنديانو له بند خونې څخه د ليدنې پر مهال د هغوی ستونزې واورېدې او د حل ډاډ يې ورکړ.
د استيناف څارنوالۍ مرستيال وويل: هغه ستونزې چې په ولايت کې د حل وړ وي،دلته به يې تر غور لاندې ونيسي او ځينې به د حل لپاره مرکز ته واستوي.
بل لورته د استيناف څارنوالۍ مرستيال په مشرۍ دغه پلاوي د ماشومانو محبس د ستونزو اورېدو په موخه له ياد محبس هم ليده کاته وکړه.
د ماشومانو د برخې اختصاصي څارنوالۍ رئيس شهسوار ساپي وويل: چې په دغه محبس کې ديوې ماشومې نجلۍ په ګډون پنځه پنځوس ماشومان د بند شپې او ورځې تيروي.
نوموړي وويل:په جيل کې ماشومانو ته ښوونځی فعال دی او يوشمېر يې په حرفوي زده کړو بوخت دي او دغه راز د صحت او نورو برخو کې ورته ګڼې اسانتياوې برابرې شوي دي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته