امنیت

په فارياب کې د پاڅون کوونکو او طالبانو ترمنځ دجګړې پيل

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٤
د فارياب ولايت په بلچراغ ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو او د وګړنيو پاڅون کوونکو ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه دوام لري.
دغه جګړه چې له پرون څخه د دواړو لورو ترمنځ پيل شوه؛ له امله يې تر اوسه پورې درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ تنه نوريې ټپيان شوي دي.
د جوزجان ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول يو رييس د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه جګړه دفارياب ولايت د بلچراغ ولسوالۍ په قورچې کلي کې پيل شوې ده او دوام لري .
خبرځاى په دې جګړه کې يو سرتيرى شهيد او يوبل سرتيرى ټپي شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته