امنیت

د سيمه ييزو پوليسو ٦٠ کسيزه قطعه د لوګر په خوشي کې ځاى پرځاى شوه

کابل – کابل د زمري دمياشتې ٥
د لوګر ولايت په خوشي ولسوالۍ کې د ٦٠ تنو سيمه ييزو پوليسوتشکيل جوړ شو.
دغه تشکيل دلومړي ځل لپاره د امنيت دتامينولو په مقصد د امنيې قوماندانۍ له خوا نن په دغې ولسوالۍ کې جوړ شو .
په هغې غونډه کې چې له همدې امله د امنيې قوماندانۍ په مقرکې جوړ شوې وه؛ د لوګر والي محمد حليم فدايي د خبرو په ترڅ کې وويل: سيمه ييز پوليس له خلکو څخه جوړ شوى دى او د خپلو خلکو د امنيت مدافعان دي او دغه راز د خلکو ملاتړ ورسره دى؛ خو طالبان د بهرنيانو ملاتړ له ځان سره لري.
ده د امنيت په تامينولوکې د سيمه ييزو پوليسو رول مهم وباله.
د لوګر ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمد داوود احمدي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د سيمه ييزو پوليسو د تشکيل جوړيدل به په دغې ولسوالۍ کې د ښه امنيت سبب شي.
ده د امنيت په تامينولوکې د خلکو د پياوړي ګډون غوښتنه وکړه او په غونډه کې د خوشي ولسوالۍ له برخه والو مشرانو څخه يې وغوښتل چې خپلو امنيتي ځواکونو او په تېره بيا له سيمه ييزو پوليسو سره هراړخيزه همکاري وکړي.
خبرځاى زياته کړه: اوس د محمد آغې او بره کي برک په ولسواليوکې ٧٥٠ تنه سيمه ييز پوليسان د امنيت په تامينولو بوخت دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته