کابل باختر دکب شپاړلسمه :
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ پوليسو دوه تنه د دولت له وسله والو مخالفينو سره د همکارۍ په تور ونيول .
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونمل حضرت حسين مشرقيوال د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغه ولايت د پچير او آګام ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ پوليسو ددغې ولسوالۍ د دوه سرکه د کلي دوه تنه اوسيدونکي د دولت له وسله والو مخالفينو سره د همکارۍ په تور نيولي دي.
دغه راز د ننګرهار ولايت د مومند درې ولسوالۍ پوليسو د دغې ولسوالۍ په مربوطاتوکې د عملياتو په ترسره کولو سره ٢٨ پاکټه چرس کشف او ترلاسه کړي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ