امنیت

آلماني ځواکونه د بغلان خلک يواځې نه پريږدي

کابلباختردجوزا٢٥
په بغلان ولايت کې د ناټو له ځواکونو څخه افغان امنيتي ځواکونو ته دقدرت دليږدونې څلورم پړاو ترسره شوه.
دبغلان له ولايت څخه د باخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: په هغې غونډه کې چې له همدې امله په پلخمري ښار پورې اړوند د پوزه ايشان په ساحه کې جوړه شوې وه؛ د٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندان ډګر جنرال زلمي ويسا دخبرو په ترڅ کې وويل: له بهرنيو ځواکونو څخه دقدرت د ليږدونې په څلورم پړاو کې افغان ځواکونه د الماني ځواکونو پرځاى د پوزه ايشان په پوځي کمپ کې ديره شول.
په شمال ختيځ زون کې د الماني ځوا کونو لوى قوماندان جنرال ويلمر دبغلان ولايت د امنيت په تامينولو او له ډاراچوونکو سره په مبارزه کې د الماني سرتيرو رول مهم وباله او له هغو الماني سرتيرو چې له افغان ځواکونو سره په همکارى کې وژل شوي دي؛ درناوى وکړ او په بغلان کې يې له ٢٠١٤ کال وروسته د المان د مرستو په دوام باندې ټينګاروکړ او ډاډ يې ورکړ چې الماني ځواکونه له ٢٠١٤ کال وروسته  بغلان ولايت خلک يواځې نه پريږدي او په نورو برخو کې به هم له هيڅ راز مرستې او همکارۍ څخه ډډه و نه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته