-کانبيرا/ ايرنا/ باخترد وږي دويمه :
د استراليا صدراعظم مالکوم ترمبول پرون وويل چې د امريکا د غوښتنې په صورت کې ښايي د استراليا حکومت زيات شمېر پوځيان افغانستان ته واستوي.
په افغانستان کې د استراليايي ځواکونو شمېر په دې وروستيو وختوکې ٢٧٠ تنو څخه ٣٠٠ تنو ته لوړ شوى دى.
د استراليا صدر اعظم دغه راز څرګنده کړه چې امريکا له خپلومتحدينوڅخه غوښتي دي چې د هغو پوځيانو شمېر زيات کړي چې له جګړې سره مرسته کوي.
د استراليا صدر اعظم د سپينې ماڼۍ د متحد په توګه د چارشنبې په ورځ وويل چې د ترامپ دولت تر اوسه پورې له استراليا څخه د ځواکونو او يا د منابعو د زياتوالي لپاره غوښتنه نه ده کړې. خو ده وويل چې په دې باب به له امريکايي چارواکو سره سلامشورې وکړي .
د استراليا صدراعظم دغه راز وويل: دونالد ترامپ اعلام کړى دى چې امريکا به اجازه ورنه کړي چې د القاعده او داعش په شان تروريستي ډلې په افغانستان کې په يوه سنګر هم برلاسۍ پيدا کړي .
د استراليا صدر اعظم زياته کړه: هغه څه چې د امريکا جمهور رييس يې ترسره کوي، د دې غوڅوالي ښيي چې ډاډ ترلاسه شي چې په افغانستان کې تروريستان د راغونډيدو قدرت نه لري چې بيا موږ له دغه ځاى څخه وګواښي .
2 1 دقیقه لوستل