امنیت

په غورکې ددريو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

غور باختردليندۍ دمياشتې١٨  نيټه  :
درې تنه وسله وال طالبان پرون په غور ولايت کې له سيمه ييزو پوليسو سره په نښته کې ووژل شول.
دغور ولايت  دامنيه قوماندانۍ وياند محمد اقبال نظامي دباختر آژانس  خبريال  ته وويل  چې دغه  جګړه دغورولايت دشهرک  په ولسوالۍ کې دنښتې له امله درې تنه وسله وال  مخالفين ووژل شول  او درې تنه نور ټپيان شول.
ده وويل په دې نښته کې  يو وګړني پاڅون کوونکۍ هم ټپي شو او تردرملنې لاندې دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته