اقتصاد

دقندهار ددهلې دبريښنا دبند دجوړولو په کار کې پنځوس مليونه ډالره اختلاس شوى دى .

 کا بل باختر دمرغومي  څلور ويشتمه :
دقندهار ددهلې  دبريښنا دبند دجوړولو په کار کې پنځوس مليونه ډالره اختلاس شوى دى .
دقندهار والي همايون  عزيزي دباختراژانس خبريال ته وويل: ددهلې  دبريښنا دبند دجوړولو  لومړۍ برخه داوولسو  مليونو ډالرو په  اټکلي لګښت  سره بشپړه شوې ده .
  په دې ساختماني  برخه کې دبريښنا دبند ، دروازې ، عمومي برج ، داوبو يوه زيرمه  ، نوى تونل ، داوبو څلور دروازې او دبند عمومي دستګاه شامله ده .
همايون عزيزي  زياته کړه .هغه پيسې  چې ددغه بند په جوړولو کې لګولې شوې دي دپروژې له مالي بودجې سره هيڅ اړخ نه لګوي او داکار  کيداى شواى  په  کمو پيسو سره هم ترسره شوى واى په دې پروژه بايد  په زياته اندازه  شل مليونه ډالره لګول شوي  واى .
دقندهار والي وويل په همدې دليل  يې له کابل څخه ديوه تخنيکي هئيت غوښتنه کړې ده چې موضوع وڅيړي .
ديادونې وړ ده چې  ددغې پروژې ټول لګښت دامريکا دمتحده ايالاتو دپرمختيايي ادارې له خوا ورکړ شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته