کابل، د غبرګولي لومړۍ نيټه، باختر
د جوزجان ځايي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په آقچې ولسوالۍ کې د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د څارویو د حلالولو لپاره یو مسلخ جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د یاد مسلخ څښتن عبدالستار د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې په آقچې ولسوالۍ کې د څارویو د حلالولو او د کانګو او ورته نورو بېلابېلو ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي په پار پر ۳ جریبه ځمکه د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت یو معیاري مسلخ جوړ کړی دی.
باید وویل شي، چې په یاد مسلخ کې ۲۰ مسلکي او غیر مسلکي کسانو ته د کار زمینه برابره شوې چې په یوه ورځ کې د سلو څارویو د حلالولو وړتیا لري.