امنیت

د طالبانو يو مهم قوماندان په هرات کې ونيول شو

کابل / د غبرګولي ۳ مه / باختر
د هرات د ملي امنيت رياست د وسله والو طالبانو د هغه قوماندان د نيول کېدو خبر ورکړ چې د هرات د څو ولسواليو مسووليت يې په غاړه لاره.
باختر آژانس د هرات د ملي امنيت رياست د خبرپاڼې له خولې خبر راکړ؛ په حافظ عمري مشهور قاري شفيع چې د دغه ولايت په پښتون زرغون، شينډنډ او کرخ  ولسواليو کې د وسله والو طالبانو د جګړې مسووليت په غاړه لاره او پر ټولګټو پروژو د بريدونو طراح هم و، ونيول شو.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې قاري شفيع په هرات کې د اوبو پر مهمو بندونو هم بريدونه ترسره کړي او په هرات کې په هدفمندو بريدونو کې هم لاس درلود.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته