امنیت

زابل کې څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي

قلات/باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۱۱ مه
د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ په جلدک سیمه کې څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې، دغه وسله وال طالبان تېره شپه لس بجې د پولیسو سره د نښتې په ترڅ کې وژل شوي دي.
ویل کېږي په دې نښته کې پولیسو ته زیان نه دی اوښتی.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته