سیاست

د جمهور رئیس غني په مشرۍ امنیتي غونډه جوړه شوه

کابل باختر/ د وږي د مياشتې۱۰ نيټه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ امنیتي غونډه پرون ماسخوتن په ارګ کې جوړه شوه. د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په پیل کې امنیتي او دفاعي مسوولینو د کابل په ګډون د بېلابېلو ولایتونو د امنیتي وضعیت، امنیتي ګواښونو او پرمختګونو په اړه غونډې ته راپور وړاندې کړ. د لا ښه امنیت د تامین او د دښمن د ځپلو په موخه د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ په لاهمغږۍ ټینګار وشو. غونډې د هېواد د دفاع او د خلکو د ساتنې په برخه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو همېشنۍ سرښندنې او هلې ځلې وستایلې او د دښمن د شومو پلانونو د دفعه کولو او شنډولو په خاطر یې د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.# پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته