امنیت

لس تنه داعشيان په جوزجان کې ووژل شول

شبرغان باختر دوري دمياشتې ١٥ نيټه  :
لس تنه داعشيان تېره شپه د جوزجان ولايت په درزآب ولسوالۍ کې ووژل شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند جګړن محمدحنيف رضايي باخترآژنس ته وويل چې دغه داعشيان دجوزجان ولايت د درزآب ولسوالۍ د قزل قشلاق  او دريا خانه  په کليو کې  د هوايي بريدونو په ترڅ کې ووژل شول.
رضايي زياته کړه چې په دغو هوايي بريدونو کې پنځه تنه نور داعشيان ټپيان شوي دي. پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته